کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
څلور تنه طالبان دملي امنيت دځواکونو په عملياتو کې د فيض آباد ښار ته څيرمه ووژل شول .
دبدخشان دوالي ويندوى عبدالمعروف راسخ باختر آژانس ته وويل : دغه عمليات دتيرې شپې په نيمايي کې پيل شول او تراوسه پورې دوام لري چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور د خيرمحمد په مشرۍ کلابند شوي دي
دمعروف دڅرګندونو له مخې : دملي امنيت ځواکونو دفيض آباد ښار دنا امنو ساحو دپاکولو په مقصد عمليات پيل کړي دي چې اوس دفيض آباد ښار دبتاش په کلي کې عمليات دوام لري.
3 د یوې دقیقې څخه لږ