امنیت

طالبان نه شي کولاي د انتخاباتو بهيرګډوډ کړي

کابل باختر دکب  شپږ ويشتمي
دکورنيوچارو وزارت وياند ډاډ ورکړچې طالبان نه شي کولاى دجمهوري رياست د انتخاباتو خنډ وګرځي او فعاليت يې د استخباراتي ځواکونو ترنظر لاندې دى.
دباخترآژانس خبريال  ليکي: د وسله والو مخالفينوله دښمنانه د ادعاګانو سره سره امنيتي ځواکونه د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره بشپړه چمتو والي لري.
دکورنيو چارو وزارت د وياند صديق صديقي دڅرګندونو له مخې: نږدې څلور سوه زره امنيتي ځواکونه موظف کړى شوي دي چې د انتخاباتو امنيت تامين کړي.
دغه څرګندونې هغو کسانو ته  بشپړ ډاډ دى چې د دولت دمخالفينو دګواښونو له پلوه دجمهوري رياست د انتخاباتو دترسره کولو په نسبت انديښمن دي.
دصديقي په وينا: ديارلس زره ښځې روزلې شوې دي چې د انتخاباتو دترسره کيدو  په ورځ هغه ښځې ولټوي چې د رايو دکارولو لپاره انتخاباتي حوزو ته ځي.
دمخالفينو پرضد د هيواد په بېلابېلو سيموکې د مخکنيو عملياتو سرته رسول په څرګند ډول کيداى شي خلکو ته بل ډاډ دى چې انتخابات د امن په فضا کې ترسره کيږي.
لنډه داچي انتخابات ملي کار دى او د هيواد ملي امنيتي ځواکونو په دې لاره کې په بشپړه چمتو والي سره کار او عمل کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته