طالبان له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې ښه نیت نه لري او د هېواد په اساسي قانون سربېره په هېواد کې ١٨ کلنې لاسته راوړنې هم نه مني
کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ١۲مه دغه مطلب سناتور عبدالله قرلق چې د مسکو په ناسته کې د جنبش ملي ګوند په نماینده ګې یې په دغه غونډه کې ګډون کړی وو. نن یکشنبه یې د افغانستان ملي شورا مشرانو جرګې عمومي غونډه ته چې د فضل هادي مسلمیار په مشرۍ جوړه شوي وه وړاندې کړ او ويې ویل، په دغه ناسته کې له افغان سیاسیونو څخه د طالبانو غوښتنه دا وه چې ( تاسو له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او دغه راز په اسلامي اماراتو جوړولو کې له مونږ سره مرسته وکړئ، چې په بدل کې به یې تاسو په دغه حکومت کې هم شامل کړو.) د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې لړ کې د ملي شورا مشرانو جرګې رئیس او غړو یې وویل، د طالبانو سره مذکرات بې له دولت او پارلمان څخه کومه پایله نه ورکوي. او دغه رازیي زیاته کړه چې دغه خبرې یوازې او یوازې د افغان حکومت د سبوتاژ کولو او طالبانو ته د روحیې ورکولو په موخه ترسره کیږي . د مجلس په وینا، طالبان دمګړې سولې ته چمتوالي نه لري دا ځکه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د دوي له اړخه یوه سیاسي لوبه ده چې ترسره کیږي. همداراز مشرانوجرګه وايي، د افغانستان خلکو ته د طالبانو نظام د منلو وړ نه دی. او ولس چمتو دی چې د خپل هېواد، ملي ګتو او دغه راز د شته نظام د ملاتړ په موخه د جګړه مارو طالبانو او د هغوي د بهرنیو ملګرو پر وړاندې د خپل هېواد څخه په میړانه دفاع وکړي. همداراز په نننۍ غونډه کې د ملي پوځ او دغه راز په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنو څخه ستاینه وشوه. د دې ټولو سره هم مهاله د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمیر ولایتونو او ولسوالیو کې د نامنیو، د چاودنو ډېروالي، جنایي جرمونه، په کابل ښار کې د ملي سوداګرو په تړاو امنیتي ستونزې، او دغه راز د تخار ولایت د یو شمیر ولسوالیو په باب اندېښنې څرګندې شوي. او ټینګاریي وکړ چې د امنیتي کړکیچونو د لمنځه وړلو په موخه باید امنیتي بنسټونه خپل تدابیر لا زیات کړي . په غونډه کې همداراز د مجلس رئیس او غړویې د محمدسالم ایزدیار د شهادت دویمه کلیزه او د یو شمیر نورو شهیدانو چې په ۱۳۹۶ کال کې په ۱۲ او ۱۳ لسمه نېټه په شهادت ورسول شول، په همدې ترتیب سره پرون یو شمیر سیاسي او ملي شخصیتونو د ملي شورا په الحاقیه کې یوه ځانګړی غونډه درلوده. د دغو شهیدانو د روح لپاره په مجلس کې د دعا لاسونه لپه شول. همداراز په غونډه کې ټینګار وشو چې په تخار ولایت کې غیر مسئولو وسله والو راټولول، او په دغه ولایت کې د شبکو پرېکول، همداراز ټینګار وشو چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس پر تفاهم سربېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د یو شمیر نوماندانو، او دغه راز په ارګ کې په ځینو چارواکو باندې جنسي تورونه چې ګویا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دې د سپيناوې په موخه باید وضاحت وړاندې کړل شي. په همدې لړ کې له زلمي خلیلزاد څخه د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي تړون کې د دې هېواد د ملي ګټې په پام کې نیول، او د امریکا سره د سولې روانو خبرې، او د ملي ټلویزیون څخه انتقاد چې د شپې په نهو بجو د خبرونو پر ځای د کرکیټ نشرول او دغه راز یو شمیر نور موارد وړاندې شول. چې د مجلس د رئیس او د لمړی نایب له لورې دغه موارد اړونده کمېسیونونو ته وړاندې کړل شول. د یادونې وړ ده چې د غونډې په پیل کې نادیه صالح چې تازه مشرانو جرګې ته د سناتورې په توګه معرفي شوې، د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار له لوري د دې تحلیف مراسم پر ځای شول، او دغه راز په دې جرګه کې د پخوانې سناتورې طیبې زاهدې سره مخه ښه وشوه. د غونډې په بله څنډه کې د لمړي نایب محمدعلم ایزدیار د ریاست په مشرۍ ، د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې د راتلونکو ولسمشریز ټاکنو په ترسره کېدو د چمتوالي په تړاو معلومات ورکړل. په پیل کې د عدلي او قضایي کمېسیون مرستیال محمد حسن هوتک، او د دې کمېسیون غړو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو، په غرني ولایت کې د ولسي جرکي انتخابات، او دغه راز په هېواد کې د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې، او په دغه برخه کې د بایومتریک سیستم څخه کار اخستل، په دې لړ کې د ټاکنو په تړاو د بودجي لګښت، او په ټول هېواد کې د ۲۰۰۲ انتخاباتې مرکزونو امنیت په باب پوښتنې مطرح شوي. په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حواعلم نورستاني د یادو پوښتنو په تړاو ځوابونه وړاندې کړل. او وي ویل، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، د ولایتي شوراګانو ټاکنې، او د غزني ولایت د انتخاباتو په تړاو لازم تدابیر نیول شوي. د دې په وینا، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پریګړه کړې چې دسږ کال د ټاکنو په پروسه کې ښه شفافیت رامنځته شي، او غواړي چې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې د میزان میاشتې په شپږمه نېټه له نورو ټاکنو بېلې ترسره کړي. چې د دې په خبره، په دغو ټاکنو کې به د بایومتریک سیستم څخه کار واخستل شي. همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې د رایو ورکوونکو د مرګزونو کمولو په اړه وویل، د امنیتي بنسټونو د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې ۲۰۰۲ د رایو مرکزونه به تړلې وي. دغه راز په دې لړ کې حوا علم نورستانې زیاته کړه چې، د بایومتریک د دستګاو لپاره یې د ملي تدارکاتوادارې او یوې المانې کمپنې سره قرارداد کړي تر څو دغه پروسه لا نوره هم روښانه ترسره شي. همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانې د ټاکنو په برخه کې د بودیجې د کموالي څخه هم خبر ورکړ. او زیاته یي کړه چې په دې لړ کې یې د یوشمیر ډونرانو سره هم خبرې اترې ترسره کړي دي. او همداراز یې ډاډ ورکړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په ټول توان او خپلواکۍ سره به هغه تللي باور بېرته ترلاسه کړي چې له دې مخکې د خلکو پر وړاندې د ټاکنو کمېسیون له لاسه ورکړي وو. تر څو راتلونکي ټاکنې په روښانه توګه ترسره شي. په پای کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې ټینګار وکړ چې په دغه کمیسیون کې دښه او شفاف سیستم په رامنځته کولو او د فساد له منځه ولړواو دعدالت په تامنیولوکې ژمن دي. پاى – ذ