طالبان د ميمنې ښار لس کيلومتری واټن ته ورسيدل

کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د چارتوت سيمه تیره شپه د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شوه  .
د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد ظاهر رحماني باخترآژانس ته وويل: د چارتوت سيمه چې د ميمنې ښار په لس کيلومتری واټن کې موقعيت لري، وسله والو طالبانو په بريد سره دغه سيمه له څلورو امنيتي پوستو سره يې ونيوله چې د دواړو لورو ترمنځ   د جګړې په نتيجه کې نهه تنه وګړي، پاڅون کوونکي او پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول.
د ولايتي شورا رئيس د امنيتي حالت اوپه تيره بيا د چارتوت د امنيتي پوستو د سقوط له امله په انديښنې سره وويل: سره له دې چې مرکزي حکومت خبر دى، خو تر اوسه  پورې د دغې ولسوالۍ د امنيت د ښه والي لپاره عملي اقدام نه دى شوى.
ده زياته کړه: که چيرې دولت د چارتوت سيمه بيرته ونه نيسي، د ميمنې ښار به سقوط وکړي.
د وګړني پاڅون کوونکو يو ټپي قوماندان ملک امان وايي چې ټپيان په ډيرمشکل سره  د خلکو له خوا روغتون ته وليږدول شول چې د دريو تنو روغتيايي حالت خراب دى.
خو د فارياب ولايت امنيتي مسوولين په دغه ولايت کې د امنيت د ښه والي لپاره د عملياتو د ترسره کولو او هلوځلو خبره کوي.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته