امنیت

طالبان د سرینا هوټل د برید په اړه بې خبره وو

کابل_باختر د وري دمياشتې ٤مه:
د کابل ـ سرینا پر هوټل د تروریستي برید په اړه  د طالبانو لخوا د ذبیح الله مجاهد له تناقضه ډک معلومات دا ښکاره کوي چې طالبانو د دغه برید په اړه هیڅ معلومات نه لرل.
باخترآژانس ته په رسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي:
د طالبانو په نامه، ذبیح الله مجاهد له رسنيو سره په خپلو خبروکې وایي چې په هوټل کې دوی پر بهرنیانو او او لوړ پوړو دولتي چارواکو برید کړی دی. حال دا چې په دغه تروریستي بریدکې په هوټل کې د ښځو او معصومو ماشومانو په شمول بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند په دې اړه داسې وايي:
((موږ ته همدا اوس معلومات راورسېدل چې زموږ یوشمېر فدایی مجاهدین شا وخوا ۹ او ۱۵ دقیقې د سرينا هوټل د شاتنۍ دروازې له لارې دننه شول او ځان يې خپل اهداف ته ورساوه او بهرنیان او د کابل د ادارې لوړپوړي چارواکي په هوټل کې مېلمانه و چې یوه غونډه يې هم لرله، مجاهدینو هغوی په نښه کړل او جګړه لا هم روانه ده. ))
هغه شواهد او اسلحې چې پر کابل سرینا هوټل باندې د برید کوونکو لخوا ترلاسه شوي دي؛ ښيي چې طالبان یوازې په سپکو وسلو سمبال دي، خو ذبیح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ویلي و چې د دوی کسان په درندو وسلو لکه راکېټونه، لاسي بمونه او نورو درنو وسلو باندې سمبال دي.
(( سپکه او درنده وسله له ځان سره لري. راکټونه، لاسي بمونه او آتش اندازونه هم له ځان سره لري. بلې همدا نن شپه شا وخوا ۹ نیمې بجې زموږ د مجاهدينو لخوا برید پیل شوی دی لا هم په شدت سره جګړه روانه ده. نن شپه بهرنیانو او د کابل د ادارې ډېرو لوړپوړو چارواکو هلته مېلمستیا لرله.))
د ملي امنیت د لوی ریاست اطلاعات دا ښیي چې طالبانو او د حقاني شبکې له دغو عملیاتو څخه معلومات نه لرل، بلکې  ټول شواهد او لومړني اطلاعاتي تحلیلونه د دې ښکارندوی دي چې دغه برید په مستقیم ډول د بهرنیو استخباراتو لخوا تر سره شوی دی.
د ملي امنیت لوی ریاست په سرینا هوټل برید په کابل کې پر لبناني رستورانت باندې برید ته  چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د مرغومي په ۲۶مه نېټه ترسره شو، ورته مرموزه پیښه بولي چې په دواړوکې د بهرنیو استخباراتو مرموز لاس و او د بهرنیانو په شمول بې ګناه افغانان پکې و وژل شول.
ددغو دواړو بریدونو په اړه چې د طالبانو لخوا کومې اعلامیې نشرشوي دي، په دواړوکې تناقضات موجود دي چې له اصلي برید سره اړخ نه لګوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته