طالبان د تالقانو ښار له شاوخوا سیمو څخه وشړل شول

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د ځانګړو قطعاتو منسوبینو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ وسله وال طالبان د تالقانو ښار له شاو خوا سیمو څخه وشړل.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې د ځانګړو قطعاتو منسوبینو د هېواد د هوایي ځواکونو په همکارۍ تالقانو ښار ته ننوتل او په تخار کې له مېشتو امنیتي ځواکونو سره یې د طالبانو پر ځپلو اقدام وکړ.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ د بنګي ولسوالۍ په بېرته نیولو سره، طالبان د سر زیانونو په ورکولو له ساحې څخه وتښیېدل او امنیتي ځواکونه د پر مختګ په حال کې دي .
د یو بل خبر له مخې:
د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول.
د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ امنیه قومندان باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د بغلان پر تاله او برفک ولسوالۍ له څو استقامتونو بریدونه وکړل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته