طالبانو په کندز کې يو پُل ويجاړ کړ
کابل / د چنګاښ ٩مه / باختر
وسله والو طالبانو په کندز کې يو پُل او دوه پلګوټې د چاودېدونکو توکو په چولو سره ويجاړ کړل.
د کندز د فوايد عامې رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې يو پُل او دوه پلګوټي د چاودېدونکو توکو په چوولو سره ويجاړ کړل.
هغه وويل چې د دغه پله په ويجاړېدو سره د سيمې د خلکو د تګ راتګ لاره تړل شوې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د دغه پله او پلګوټو په بيارغاونه کې شاوخوا ٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
پای\ اشرفي