کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
يرغلګرو نن سهار دکندز _ فيض اباد په لويه لاره کې دمسافرانو دسپرلۍ په کاروان په بريد سره پنځوس سپرلۍ له ځان سره بوتللې .
ويل کيږي چې اته تنه سپرلۍ له طالبانو څخه په تيښتې بريالى شوي دي .
دکندز دولايتي شورا يوه غړي دباختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو خپل يو يرغمل په ډزو سره وژلى دى ،.
ددغې پيښې يوشاهد وايي چې وسله والو طالبانو لومړى دمسافرانو دسپرلۍ کاروان چې له بدخشان څخه کابل ته روان و،دکندز ولايت په مربوطاتو کې ودراوه اوپنځوس تنه سپرلۍ يې لوى لارې ته څيرمه کليو ته له ځان سره بوتللې .
په همدې حال کې دکندز دولايتي شورا غړي وايي چې دکندز – فيض اباد دلوى لارې په دواړو غاړو په تيره بيا دکندز ولايت په مربوطاتو کې پراخ شتون لري او دولت يواځې دپراخو پوځي عملياتوپه ترسره کولو سره کولاى شي دتل لپاره په دې لويه لاره کې دتروريستي ډلو فعاليت پاى ته ورسوي .
دوى له دې امله چې دولت دفيض اباد_ کندز په لويه لاره کې دانسان تښتونو دپيښو له زياتوالي سره سره جدي اقدام نه دى کړى سخت انتقادکوي
کابلو لس ورځې مخکې هم يرغلګرو څه ناڅه درې سوه تنه سپرلۍ له دغې لارې څخه وتښتولې او له ځان سره يې بوتللې . له دې جملې څخه څه ناڅه شل تنه سپرلۍ دوسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره ووژلې شوې . او لاتراوسه پورې اته تنه يې ديرغلګرو په منګولو کې دي .
0 1 دقیقه لوستل