امنیت

طالبانو په پکتيا کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
وسله والو طالبانو د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
يرغلګرو تېره شپه پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، خو د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د تندر قول اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو په دغو بريدونو کې درې پاکستاني طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې يرغلګرو کله چې د پوځيانو له مقاومت سره مخامخ شول، وتښتېدل.
  تر اوسه پورې په پېښه کې د پوځيانو د احتمالي زيانونو شمېر روښانه دى.
  ختم – سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته