امنیت

طالبانو په پلخمري کې د تېلو دوه ټانکرونه وسوځول

کابل باختر د غبرګولي ۲۸ مه
وسله والو طالبانو نن سهار د پلخمري ښار په مربوطاتوکې د تېلو دوه ټانکرونه وسوځول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د تېلو پر دوو ټيلري ټانکرونو په پلخمري پورې اړوند چشمه شيرکې طالبانو ډزې وکړ چې له امله یې ټانکرونه اور واخیست.
ويل کېږي موټر چلوونکي او د موټر چلوونکو ملګري له پېښې څخه روغ رمټ پاتې دي. پوځيان د طالبانو د ځپلو لپاره سيمې ته تللي او اوس د پوځيانو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه او لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
  ختم- شکريه -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته