کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
طالبانو نن دلغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په يو روغتيايي کلينيک بريد وکړ او دوه تنه پوليسان يې شهيدان او څلور ښځې او يو ماشوم يې ټپيان کړل .
دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ دکلا تک نيازي دسيمې په روغتيايي کلينيک
د طالبانو بريد ټيک دخوراکي توکو دويشلو په وخت کې وشو .
دلغمان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين باختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې نښتې په بهير کې دوه تنه پوليسان شهيدان او ديوه ماشوم په ګډون پنځه تنه ښځې ټپيانې شوې .
په دغه روغتيايي کلينيک دطالبانو نننى بريد په داسې حال کې کيږي چې دغې ډلې په دې وروستيو وختو کې په ملکي هدفونو خپل بريدونه زيات کړي دي چې دخلکو ترمنځ د ډار فضا برابره کړي .
دعامې روغتيا وزارت پخوا په افغانستان کې له ښکيلو ډلو څخه غوښتي دي چې په روغتيايي تاسيساتو له بريدونو څخه چې غير سياسي او بيطرفانه فعاليتونه لري ډ ډه وکړي ، هغه غوښتنه چې طالبانو هيڅکله ورته پاملرنه نه ده کړې.
0 1 دقیقه لوستل