طالبانو په هلمند ولايت کې دټولنيزي شورا دوه تنه غړي ووژل

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
وسله والو طالبانو دهلمندولايت دټولنيزي شورا دوه تنه  غړي ووژل .
دسنګين ولسوالۍدټولنيزي شورا په غړو حاجي مطيع الله او حاجي عبدالسلام پرون کله  چې دنوشير په نامه سيمه کې په يوه قومي غونډه کې د ګډون لپاره روان و ، دوسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او  ووژل شول.
دهلمنددوالي ويندوى احمدزيرک باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو په دې بريد کې دسنګين ولسوالۍ دټولنيزي شورا دوه تنه غړي وژل شوي دي.
په همدي حال کې عيني شاهدان وايي چې يرغلګرطالبان په دې قومي مشرله بريد وروسته دموټرسايکل  اوموټر په سپرلۍ تښتيدلي دي.
سيمه ييزو مقاماتو هم ديرغلګرو دنيولو لپاره دپلټنې دعملياتو دپيل خبر ورکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته