امنیت

طالبانو په نورستان کې د ولسي جرګې د يوه غړي کورته اور واچاوه

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
په نورستان ولايت کې وسله والو طالبانو  د ولسي جرګې  ديوه استازي کور وسوځاوه .
د رارسيدلو خبرونوله مخې :  د دغې ډلې افرادو  تيره شپه   ناوخته   د وانت وايګل ولسوالۍ په بازار کې  د مولوي احمدالله موحد په کور بريد وکړ  او  اور يې  ورته   واچاوه .
عيني شاهدان وايي  چې د طالبانو دبريد په وخت کې  دولسي جرګې د دغه غړي په کور کې څوک  نه و.
په همدې حال  کې د افغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان په پارلمان کې  د نورستان د خلکو د استازي  مولوي احمدالله  موحد په کور دطالبانو بريد تائيد کړ  او ويې  ويل :  چې په دې اور لګيدنه کې له  ودانۍ سره يې  د کور ټول مالونه سوځيدلي اوله منځه تللي  دي .
په همدې حال کې  د نورستان سيمه ييز مسوولين وايي چې  د ولسي   جرګې ددغه غړي  دکور د سوځولو  د عاملينو د پيژندلو او  نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته