امنیت

طالبانو په ميدان وردګو کې دفاروق وردګ کور ته اور واچاوه .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه  دميدان وردګو په ولايت کې دپوهنې دپخوانۍ وزير فاروق وردګ  کور ته اور واچاوه .
  درارسيدلو خبرونوله مخې ، يوې ډلې وسله والو طالبانودميدان وردګو ولايت  دسيد اباد ولسوالۍ  په اوغني کلي کې  ددغه پخواني  حکومتي مقام په کور بريد وکړ او اور يې ورته واچاوه .
عيني شاهدان وايي  چې يرغلګرو دفاروق وردګ يو بزګر چې همدا اوس  ددغه پخواني وزير په کور کې ژوند کوي  وهلي او ډبولي يې هم دى .
دميدان وردګو ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالولي نورزي  په دغه ولايت کې دباختراژانس  له خبريال  نجيب فکرمن سره  په اړيکه کې  دپوهنې دپخوانۍ وزير  فاروق وردګ  په کور  ديرغلګرو بريد تاييد کړ .
ده وويل  چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې  دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
  په همدې حال کې په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په دې اور لګيدنه کې دفاروق وردګ  دکور زياته برخه ويجاړه شوې ده .
فاروق وردګ  له خپلې کورنۍ سره  په کابل کې ژوند کوي .
څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې  يرغلګرو طالبانو دميدان وردګو ولايت  دسيداباددولسوال کور ته  هم اور واچاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته