امنیت

طالبانو په لوګر کې دوه تنه قصابان په ډزو سره ووژل

کابل / د زمري ٢مه /باختر:
وسله والو طالبانوپه لوګر ولايت کې دوه تنه قصابان په ډزو سره ووژل .
دغه قصابان پرون ناوخته  د څارويو  د پيرودنې لپاره  ښار ته روان و ،  چې د لارې په اوږدوکې  طالبانو  هغوى  په ډزو سره ووژل .
  د لوګر  يو امنيتي مسوول  رسنيو ته وويل  چې دغه قصابان په څرخ ولسوالۍ کې د قصابۍ دوکان درلود .
هغه وويل:  يرغلګرو پرون ناوخته  د څرخ ولسوالۍ د دبر په کلي کې  په دغو قصابانو بريد وکړ او هغوى  د سيمې د خلکو په وړاندې ووژل .
  وسله والو طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته