امنیت

طالبانو په لغمان ولايت کې د ملکي وګړو د سپرلۍ په کاروان ډزې وکړې

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
په لغمان ولايت کې نن د ملکي وګړو د سپرلۍ په موټر د طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو د ډزو له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
د لغمان ولايت ويندوى سرحدي ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د علينګار ولسوالۍ او د ميترلام ښار ترمنځ سړک په تګلورى د بديع آباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
خبرځاى وويل: وسله والو طالبانو په دې سيمه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چې روان و؛ ډزې وکړې او له امله يې يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
د لغمان ولايت سرپرست د ملکي وګړو د سپرلۍ په موټر د طالبانو له بريد وروسته امنيتي او کشفي ارګانونو ته امر وکړ چې د دغې پيښې عاملين وپيژني او ويې نيسي.
دهيواد په ختيځ کې د لغمان ولايت د هيواد يو نا امن ولايت بلل کيږي چې په زياترو ولسواليوکې يې وسله وال طالبان شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته