کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
وسله والو طالبانو پرون په صحرايي محکمه کې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل.
يرغلګرو دغه کسان دوه ورځې مخکې د فراه ښار له لويې لارې څخه وتښتول او د لسګونو کليوالي اسېدونکو د سترګو په وړاندې په ډزو سره ووژل.
د فراه يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل: وژل شوي کسان له دولت سره کومه اړيکه نلرله او غريبکاره وو.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې وسله والو طالبانو د دغو دوو تنو له وهلو، ډبولو او ځورونې وروسته هغوى په ډزو سره ووژل.
د وسله والو طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ