کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
وسله والو طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي د دغه ولايت د لسګونو اوسېدونکو د سترګو په وړاندې له دولت سره د همکارۍ په شک په ډزو سره ووژل.
د غور د ولايتي شورا يوه غړي باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان بزګزان وو او له دولت سره يې هېڅ راز همکاري نلرله.
هغه وويل چې تر اوسه ددغو کسانو د وژنې علت معلوم نه دى.
د يادونې وړ ده: وسله والو طالبانو يوه مياشت مخکې هم په دولتيار ولسوالۍ کې يو ملکي وګړى له دولت سره د همکارۍ په شک د ده په کروند کې په ډزو سره وژلى و.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ