کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :
د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په یوې پوستې د وسله والوطالبانو ډله ييز بريد په شا وتمبول شو .
د پروان د والي وياند وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سياه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيمه ييزو پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونوله سخت غبرګون سره مخامخ شول.
د ده د څرګندونوله مخې: په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى، خو وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى چې تر اوسه پورې دقيق شمېر يې معلوم نه دى. پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ