امنیت

طالبانو په روزګان کې د یو ملکي کس سر پرې کړی دی

 ترینکوټ باختر د زمري  ۱۳ مه
ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو ملکي کس سرله دولت سره د همکارۍ په تور پرې کړی دی.
د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پیښي له ځای یوې باوري سرچینې چې نه یې
غوښتل نوم یې خپور ، د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه کس تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د ترینکوټ د ابردي نومي سیمه کې وواژه
او مرۍ یې په چاړه ور پرې کړه.
سرچینه زیاتوي چي دغه کس ملکي وګړی و او له دولت سره یې کومه اړیکه نه درلوده، خو طالبانو د خپلې شخصي دښمنۍ په تور وواژه.
د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین هم وايي چې د پېښې راپورنه ورته رسیدلي او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته