امنیت

طالبانو په جوزجان کې يوسرښوونکى شهيد کړ .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
طالبان په جوزجان کې يوسرښوونکى شهيد او اووه تنه قومي مشران يې له ځان سره بوتلل .
  دجوزجان  دولايتي شورا يوه غړي شير محمد نور باختراژانس ته وويل وسله والو طالبانو نن سهار فيض اباد  ولسوالۍ  اودشبرغان ښار ترمنځ لارې په اوږدو کې  يوسرښوونکى وواژه او اووه تنه قومي مشران يې اسيران کړل .
دجوزجان دولايتي شورا ددغه غړي دڅرګندونوله مخې، دغه پيښه  هغه وخت رامنځته شوه چې دغه سرښوونکى  او قومي مشران دولسي جرګې لپاره دانتخاباتو له يوه نماند سره دملاتړ لپاره دشبرغان ښار ته روان و .
ده زياته کړه چې وسله والو طالبانو همدا اوس برمټه شوي  قومي مشران دفيض اباد ولسوالۍ دممليک کلي ته بيولي دي چې دهغوى دخلاصون لپاره دپوليسو له خوا هلې ځلې پيل شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم
                                     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته