طالبانو په تخار کې دوه ملکيان ووژل
کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه دوه ملکيان تالقانو ښار ته څېرمه په سراى سنګ کلي کې په ډزو ووژل.
د تخار د امنيې قومندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د واحد چوپان په نامه يو قومي مخور او د يوه ښوونځي ملازم له کوره ايستلي او وروسته يې په ډزو سره وژلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پای/ذ