امنیت

طالبانو په بغلان کې يو پوليس شهيد کړ.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
دبغلان ولايت دپوليسو يو سرتيرى نن سهار د وسله والو طالبانو د ډلې په بريد
کې شهيد شو .
دغه سرتيري   چې غوښتل  يو عمومي واټ  د وسله والو طالبانو د  احتمالي ماين ايښودنې په خاطر کنترول کړي ،   ددغې ډلې د افرادو له خوا پرې  بريد  وشو او شهيد کړاى  شو .
دبغلان دپوليسو ويندوى  احمد جاويد بشارت باختر آژانس ته وويل  ، چې يرغلګر له بريد وروسته وتښتيدل .
په همدې حال کې ويل کيږي چې دبغلان د امنيې قوماندان  جنرال  امرخيل په مشرۍ  ددغه سرتيرې د ترور دعاملينو دنيولو په خاطر عمليات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته