کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
وسله والوطالبانو په بغلان ولايت کې ديوخصوصي مرکز دسمسورتيا مامور په ډزو سره وواژه
عبدالجبار چې په بغلان ولايت کې دسولې او بيايوځاي کيدو د پروګرام په غيرحکومتي مرکز کې دنيالګيو د ساتنې دمامور په توګه کار کاوه د بورکې ولسوالۍ دهزارقاق درې دجمعه علي په سيمه کيې دوسله والو طالبانو له خوا
په ډزو سره ووژل شو .
دبغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمود باخترآژانس ته
وويل : عبدالجبار يو غريب کار و اويوازې جرم يې دا وچې په بغلان کې دنيالګيو دايښودلو او ساتلو په لاره کې کار کاوه .
دى وايي چې امنيتي ما مورينوددغه سړي د وژلو دعاملينو دنيولو په خاطر پلټنې پيل کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ