پلخمري باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
وسله والوطالبانو يوځل بيا د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وارداتي برېښنا دلېږدونې يوه ستن ويجاړه کړه او خلک يې دبرېښنا د نه لرلو له ستونزو سره مخامخ کړل.
د بغلان ولايت دکيله ګي د پوليسو دڅلورم سمت آمر سمونوال جمال ناصر د باخترآژانس خبريال ته وويل ې چې وسله والو طالبانو د تېري شپې د دريو بجوپه شاوخوا کې د شپې له تورتم څخه په استفادې سره د لرخواب د قول درې د چوکک پياز په ساحه کې د برېښنا د لېږدونې يوه ستن ويجاړه کړه او مرکز ته يې د وارداتي برېښنا بهير بند کړ.
د غوري برېښنا فني مرستيال انجينر عبدالاول پناه وويل چې د ويجاړې شوې ستنې دترميمولو او د برېښنا د بهير د تامينولو په مقصد هڅه اوهاند پيل شوى دى اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به د برېښنا بهير بيا تامين شي . پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل