طالبانو په برګ مټال راکتي بريدونه وکړل

کابل باختر دلړم دويمه
وسله والو طالبانو په نورستان ولايت کې  په سرحدي ولسوالۍ  برګ مټال  دلري واټن  راکتي بريدونه وکړل . چې ويل کيږي  اوس اوس  دپاکستان له خوا ددوى په واک کې ورکړي شوي دي .
په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د لري واټن دتوغنديو شتون تراوسه پورې سابقه نه لري.
  باختر اژانس ته په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه راکتي بريدونه  دنن سهار له لومړيو وختو څخه  پيل شوى و او له غرمې وروسته  تر دريو بجو پورې يې  دوام  درلود .
  ويل کيږي  چې په دغو راکتي بريدونوکې يو ديارلس کلن  زده کوونکي وژل شوې  او دسيمې دخلکو په لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي .
د نورستان ولايت امنيه قوماندان غلام الله نورستاني  باختر اژانس ته وويل  چې دغه لري واټن ويشتونکي  توغندي له  دوه زره متري  واټن  څخه او د بدين شاه  په نامه له لوړ ځاى څخه دبرګ مټال  دسرحدي ولسوالۍ په ځينو سيمو  توغول شوي دي .
  دنورستان دپوليسو مسوول  تاييد کړه چې  په دغو راکتي بريدونوکې  يو ديارلس کلن  تنکۍ ځوان  چې دښوونځي زده کوونکي و ، ووژل شو او دسيمې داوسيدونکو په لسګونو  کورونه  ويجاړ شوي دي .
  له بلې خوا  دبدين شاه  سرحدي ساحې ته  دنږدې سيمو اوسيدونکي وايي چې د دغې لوړې ساحې دپاسه دناټو د اکتشافي الوتکو له الوتنې وروسته  طالبان له پولې اخوا وتښتيدل .
  په نورستان کې ځينې نور خبرځايونه وايي  چې طالبانو په خپلو دغو بريدونوکې  په توغنديو سربيره  دبرګ مټال په ولسوالۍ  لري واټن موزائيل توغندي هم کارولي دي .
دافغانستان په ختيځ کې دنورستان ولايت  له پاکستان سره  ددوه سوه شلو مترو ګډې پولې په لرلو سره تل  دوسله والو طالبانو او په تيره بيا ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو د فعاليت ډګر دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته