کابل باختر دزمري اوولسمه :
يوولس تنه وسله وال طآلبان په لوګر ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
دلوګر دوالي وياند محمد سليم صالح دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو تيره شپه دبره کي برک ولسوالۍ دقلعه ميخي ، په امنيتي پوستو وسله وال بريدونه وکړل چې دافغان امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
صالح زياته کړه ددغې نښتې له امله يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل د نښتې په بهير کې يو پوليس هم ټپي شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ