امنیت

طالبانو په بدخشان کې يو ښوونکي په ګوليو ويشت .

کابل باختر د ثور شلمه :
وسله وال طالبانو  دبدخشان په ولايت کې دلارويانو په مخکې ديو ښوونځي ښوونکي په ګوليو وويشت .
په ښوونکي ګلاب نن سهار کله چې دښوونځي په لور روان و دتګاب ولسوالۍ بازار ته څيرمه  دوسله والو طالبانو له خوا بريد وشو اوووژل شو .
دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ يو سيمه ئيز مسوول  دباختر خبري اژانس سره  داړيکې په ترڅ کې  دوسله والو طالبان له خوا ددغه ښوونکي وژل کيدل تاييد کړل
په همدې حال کې دپيښې  شاهدان وايي طالبانو دلارويانو په وړاندې په دغه ښوونکي  ډزې وکړې او وتښتيدل
دبدخشان ولايت امنيتي مسوولين وايي چې ددغه ترور دعاملانو  دپيژندنې او نيونې لپاره هلې ځلې پيل شوي دي
وسله والو طالبانو دخپل رژيم د ړنګيدو له وخت څخه په افغانستان کې  دښوونکو اوزده کوونکو  په وژلو ، دښوونځيو په سوزولو او دزده کوونکو پرمخ  دتيزابو په شيندلو سره څرګنده کړه چې دافغانستان دپوهنې او پرمختګ لپاره ستر ګواښ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته