طالبانو په بدخشان کې د يوې ښځې سرغوڅ کړ.
کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
وسله والو طالبانو په بدخشان ولايت کې د يوې ځوانې ښځې سر غوڅ کړ.
يرغلګرو تېره شپه په بهارک ولسوالۍ کې د دغې ښځې په کور بريد وکړ او د دغې ښځې سر يې د کلي دڅو تنو اوسيدونکو د سترګوپه وړاندې غوڅ کړ. تراوسه پورې د دغې پيښې علت نه دى روښانه شوى.پاى ع ذ