کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
وسله والو طالبانو په پاى کې هغه درې تنه افغان کارګران چې دملي پيوستون پروګرام ته يې کارکول ووژل .
دغه کارګران پرون کله چې له غره څخه د ډبرو په ليږدولو بوخت و دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .
ددغو دريو تنو کارګرانو مړي چې په ډزو سره وژل شو دې نن سهار د دهراود ولسوالۍ په تنګې په سيمه کې دخلکو له خوا کشف شول .
په همدې حال کې د ارزګان دوالي ويندوى فريد عايل له باختر آژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان ددغو کارګرانو د وژلو مسوول وبلل او ويې ويل امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړى دي.
ويل کيږي چې دغه درې تنه کارګران د مزدورکارانو په توګه په دهراود کې دملي پيوستون په يوې پروژې کې په کاربوخت وو .
له بله پلوه د دغو کارګرانو کورنيو نن له دولت څخه وغوښتل چې يرغلګر طالبان ونيسي او سزا ورکړى.
ديو وژل شوي کارګر دکاکا زوى دستګير وويل : زما دکاکا زوى ډير بيوزلۍ و
او په دغو ورځو کې ډير خوښ و چې ورته مزدوري پيدا شوې ده خو دغه مزدوري دهغه سر وخوړ اوهغه درې ماشومان لري.
1 1 دقیقه لوستل