طالبانو يو ښوونکى په ډزو سره وواژه

پل علم – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
په لوګر ولايت کې يو استاد د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وژل شوى دى .
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته خبر ورکړ: د پل علم ښار اړوند د کمال خيلو د نجونو د ښوونځي يو استاد عبدالفتاح د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا له ټولګي څخه وايستل شو او په ډزو سره ووژل شو .
عرب زياته کړه: عبدالفتاح يو زړه سوانده او لايق ښوونکى، په بشپړ صداقت او ايماندارۍ کې له دووکلونو راهيسې د هېواد بچيانو ته په خدمت بوخت و.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست له امنيتي ځواکونو غواړي د پيښې د عاملينو په پيژندنه او نيولوکې جدي هلې ځلې وکړي .
ويل کيږي: تر اوسه پورې د پيښې اصلي سبب معلوم نه دى.
دا په داسې حال کې ده چې تيرکال په لوګر ولايت کې ١٦ ښوونکي په بېلابېلو پيښوکې وژل شوي وو.