کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
وسله والو طالبانو په ننګرهار ولايت کې يو ښوونځى په بم سره ويجاړ کړ .
يرغلګرو تېره شپه په مومند درې ولسوالۍ کې په دغه ښوونځي يرغل وکړ او دساتونکو له وهلو او ډبولو وروسته يې دغه ښوونځى ويجاړ کړ .
د رارسيدلو خبرونوله مخې په دې چاودنه کې د ښوونځي ځينې برخې سوځيدلي او ويجاړې شوي دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له باختر اژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان د دغه کار عاملين وبلل .
سرچينه زياتوي چې پوليسو دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي .
د ننګرهار ولايت سيمه يېز مسوولين وايي چې دغه ښوونځي به ډير ژر بيا ورغوي . ختم_ ج _ اکرم