امنیت

طالبانو يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نوريې ټپيان کړل .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
په جلال آباد ښارکې دتيلو په يو ټانکر نن د طالبانو د ډزو له امله يو ملکي وګړى  شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باختر آژانس ته وويل  :   دغه پيښه دجلال آباد دشپږمې ناحيې دمولوي محمديونس خالص دفاميلو په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د تيلو په ټانک ډزې وکړې چې له امله يې د ټانک دوه تنه خاوندان ټپيان او يو تن يې شهيد شو .
پوليسو  په  دې باب څيړنې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته