امنیت

طالبانو يو ملا امام شهيد کړ .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
وسله والو طالبانو  دفراه ولايت  دبالابلوک  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ديوه جومات  ملا امام شهيد کړ .
دفراه دوالي وياند جواد افغان دباختراژانس خبريال ته وويل، وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې دفراه ولايت دبالابلوک  په ولسوالۍ کې  ديوه جومات   دملا امام او عالم محمد فاروق سرغوڅ کړ .
دسيمې  خلک وايي دجومات ملا امام يو عادي سړى و او له دولت سره يې هيڅ راز  همکاري نه لرلې .
ديوبل خبر له مخې، دپشت رود  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو او طالبانو ترمنځ  نښته کې  يووسله وال طالب ووژل شو .
دفراه  دوالي وياند جواد افغان دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه جګړه تيره شپه  دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونو  او طالبانو ترمنځ  ونښته چې په پايله کې  يې يو وسله وال طالب ووژل شو.
دده دڅرګندونو له مخې، ددغې نښتې په بهير کې  دسيمه ئيزو پوليسو څلور سرتيرى هم شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته