امنیت

طالبانو يو ماشوم وواژه او يو شمير نور يې ټپيان کړل

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
طالبانو تيره شپه د مهمند درې په ولسوالۍ  د هاوان ديو ماين په توغولو سره يو ماشوم  وواژه او پنځه تنه نور يې تپيان  کړل.
د مهمند درې ولسوال عيسي خان ځواک په جلال آباد ښارکې د باخترآژانس  خبريال ته وويل :  طالبانو تيره شپه ددغې ولسوالۍ داستوګنې په سيمو بريد وکړ چې داستوګنې په يو کور دهاوان ديو ماين دلګيدو له امله يو ماشوم ووژل شو اوديوې کورنۍ پنځه تنه نور غړي ټپيان  شول.
ديو بل خبرله مخې :  دزابل ولايت دشاه جوي ولسوالۍ داستوګنې په يو کور دوسله والو مخالفينو له خوا ديو توغول شوي توغندي د لګيدو له امله لس تنه ملکي وګړي ټپيان شول  چې  ديو شمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب  بلل  شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته