امنیت

طالبانو يو قاضي او يو پخوانى افسر اعدام کړل

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
په فراه ولايت کې وسله والو طالبانو يو قاضي او د ملي امنيت پخوانى مدير په دار وځړول.
وسله والو طالبانو په دوو جلاجلا پيښوکې يو قاضي او د  پشت کوه ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په ډار وځړول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد غوث باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ پيښه کې د پشت کوه ولسوالۍ د ملي امنيت پخوانى مدير کله چې له خپل ساتوونکى سره د کور په لور روان و؛ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغى او په دويمه پيښه کې قاضي شمس الدين چې د هرات ولايت اصلي اوسيدونکى و او قاضي و؛ تېره نيمه شپه د بالابلوک ولسوالۍ د کنيسک په سيمه کې د  طالبانو له خوا ووژل شول.
خبرځاى وويل: د دغو کسانو مړي د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ د د يوار سرخ په کلي کې په دار خړولي و.
د فراه د ولايتي شورا رييس فريد بختاور د دغه خبر د تاييدولو په ترڅ کې وويل: دخاک سفيد د ديوار سرخ کلي خطرناکه او د دولت له واکمني څخه وتلې سيمه ده او د انسانانو د پيرودنې او پلورنې، وسلو او موټرو د پلورنې په ګډون زيات جرمونه پکې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته