کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
د يو جومات ملا امام دننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې دطالبانو د ډلې له خوا شهيد کړاى شو.
يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ: قاري سبحان الله د مولوي سيد احمد زوى ديني عالم او دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ دسره کلا دجومات ملا امام دتلې دمياشتې دنهمې نيټې په شپه کله چې دماښام دلمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه دچپرهار ولايت د دولت زي په کلي کې خپل کورته روان و؛ د طالبانو د ډلې د نومول شوى ولسوال مولوي افسرخان د افرادو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره شهيد کړاى شو.
په افسرخان پورې تړلو افرادو د سيمې خلکوته ويلي دي چې دغه کار د سيمې داستخباراتي سازمان په لارښونه شوى دى او هغوى دنده لري چې د هيواد ديني عالمان او بانفوذه شخصيتونه ترورکړي.
2 1 دقیقه لوستل