کابل / د زمري٢مه / باختر
د تخار مرکز تالقانو ښار اوسېدونکو د اختر ورځې په خوندي او له جګړې پرته تېرې کړې، خو د اختر له درېمې وروسته په تالقانو ښار کې پر امنيتي او دفاعي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه له سره پيل شوي دي.
د تخار د والي وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو تېره شپه په تالقانو ښار کې پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول.
د سرچینې په وينا؛ جګړې د پُل کلان سيمې او د تالقانو ښار په شاوخوا کې شوې چې وسله وال طالبان د سر زيان په زغملو سره په سيمه کې خواره واره شول.
د تخار د والي وياند رسنيو ته ويلي دي چې د اختر له درېمې وروسته، امنيتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو طالبانو ټولو بريدونه شنډوي او له لاسه وتلې سيمې بېرته نيسي.
پای\ ذ
15 1 دقیقه لوستل