طالبانو يوه ميرمن په ډزو سره وويشتله.

ميدان ښار– باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
وسله والو طالبانو دميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې يوه فعاله ټولنيز ميرمن په ډزو سره ووژله او وروسته يې ددې مړى په ونه کې وځړاوه.
دميدان وردګو ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى تورن عبدالولي باختر آژانس ته وويل چې دغه ميرمن دوسله والو طالبانو له خوا څلور ورځې مخکې له چک ولسوالۍ څخه تښتول شوې وه.
عبدالولي وايي چې ددغې ميرمنې مړى نن دميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې دکوده په نامه په خواجه عمري کلي کې وموندل شو.
يو عينى شاهد چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي.
باخترآژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو ديوه فعاله ټولنيزه غړې ددغه ولايت په چک ولسوالۍ کې په ډزو سره ووژله او وروسته يې مړى په ونه کې وځړاوه عبدالولي تاييد کړه چې دغې ميرمنې په موسسه کې دنده ترسره کوله او په ميدان وردګو کې دطالبانو دقوماندان ملا روحانى دافرادو له خوا وتښتول شوه او وژل شوې ده .
هغه موسسه کې چې دغې ميرمن دنده پکې لرله په بې وزلو وګړو يې چرګان خياطۍ ماشينونه او دغالۍ او بدلو کارګاوې ويشلې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته