کابلباختردميزان٦
په کندز ولايت کې وسله والو طالبانو نن يو اسير شوي پوځي وواژه او درې تنه نور يې خوشې کړل.
د هرات د ظفرقول اردو دغه څلورتنه پوځيان تيره اوونۍ په شخصي جاموکې کله يې چې غوښتل په بدخشان ولايت کې خپلوکورونو ته لاړ شي؛ دکندز د خان آباد ولسوالۍ په تګلوري کې د يوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او وتښتول شول.
ويل کيږي، وسله والوطالبانو د اردو د دغو پوځيانو د خوشې کولو په بدل کې له جيل څخه د څوتنو جګړه مارانو او ياهم دجنګي وسلو د سپارلوغوښتنه کړې وه؛ خو هغه وخت يې د يوتن په وژلو لاس پورې کړچې دسيمه ييزو پوليسو ځواکونو د دغو پوځيانو د ژغورنې په خاطر د طالبانو په پټنځاى بريد وکړ.
دکندز دخان آباد ولسوالۍ يو قومي مشرمولوي عبدالبصيروايي چې طالبانو د يو پوځي اسير له وژلو وروسته درې تنه نوريې خوشې کړل. د وسله والو طالبانو له خوا دغه وژل شوي پوځي ډګروال داود نوميده اود بدخشان ولايت دکشم ولسوالۍ د عاشقانو دسيمې اوسيدونکى و.
ددغه قومي مشردڅرګندونو له مخې: يوخوشې شوي پوځي د طالبانو په دزوکې ټپي شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل