کابل باخترد وږي ۷
وسله والوطالبانوتیره شپه د هرات ولایت په رباط سنګې ولسوالۍ کې دغه ولایت ته د ترکمنستان د بریښنا د لیږدونې مزي غوڅ کړل.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن باختراژانس ته وویل چې یوشمېروسله وال طالبان ددغه ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په خلاوک سیمه کې دغه ولایت ته د ترکمنستان ليږدونې مزي غوڅ کړل.
ده زیاته کړه چې دهرات د بریښنا د تخنیک د څانګې کارکوونکې د مزي د بیرته نښلولولپاره سیمې ته لیږدول شوي دي ترڅو وکولای شې دېرژر دغه ستونزې لرې کړي .
فرهاد وویل چې د بریښنا ریاست د بریښنا د ویشلو په خاطر په هرات کې له شته بریښنا منابعیو څخه ټولو مشترکینوته دبرښنا ويش پيل شوي دي ختم ع