طالبانو ماتې خوړلي دي

کابل- باختر دليندۍ ديرشمه :
د جګړې اندوړ د افغان او نړيوالو ځواکونو په ګټه بدلون موندلى دى .
د باختر اژانس دخبر له مخې: د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا ويلى دى چې امريکا او متحدين يې په دې باور دي چې د افغانستان دجګړې توازن د افغان او ايساف دځواکونو په ګټه بدلون موندلى دى .
د جګړې د صعودي تګلورې له پنځوکلونو وروسته اوس جګړه ځپلې ټيټې کچې ته رسيدلې ده.
پنيتا زياته کړې ده: په لومړيو کلونوکې موږ ښه ستراتيزي،  لازم امکانات او ګډې هلې ځلې نه درلودې؛ موږ د دغو نيمګړتياو په لرې کولو سره بريالي شوي يو چې د جګړې تګلورې بدل کړو. افغان ځواکونه په خپلو پښو د درېدو کچې ته رسيدلي دي او کولى شي په هيواد کې امنيت تامين کړي .
د امريکا د دفاع وزير ويلى دى چې په راتلونکې مياشت کې به  د افغانستان له جمهور رييس حامدکرزي سره په واشنګټن کې وګوري. پنيتا د ډيورند کرښې اخوا د تروريستي، په تېره بيا د القاعده او حقاني شبکو ته د خوندي پټنځايونو شتون د افغانستان امنيت ته بالقوه ګواښ بللى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته