طالبانو د پوليسو يو افسر ترور کړ

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
وسله والو طالبانو نن په کندز ولايت کې د پوليسو يو افسر ترور کړ.
په دغه پوځي کله چې تخار ته روان و؛ د تخار- کندز په لويه لاره کې د چينزايو په کلي کې د يرغلګرو له خوا بريد وشو.
عيني شاهدان وايي: طالبان د مسافرو په يو بس موټر چې دغه افسر هم پکې و؛ ډزې وکړې او وتښتيدل.
د کندز د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو ډزو له امله د پوليسو يو افسر ووژل شو او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغه افسر د ترورمسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
يو کال مخکې هم وسله وال طالبانو د بدخشان- تخار په لويه لاره کې دوه تنه سرتيري په ډزو سره وژلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته