کابل باختر د زمري اوولسمه
وسله والوطالبانو ديو ملکي وګړي سر په فارياب ولايت کې دولت ته دجاسوسي په تور پري کړ .
دفارياب ولايت دالمار ولسوال محمد صالح صالح باختر اژانس ته وويل وسله والو طالبانو تيره شپه اته ويشت کلن نقيب الله چې د بخاري قلعه په کلي کې دتراويحو دلمانځه داداکولو په مقصد جوماته روان و په ډزو سره وواژه اووروسته يي سر پري کړ .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې دغه سړى د خيښتو په داش کې کار کاوه او تراوسه پورې د دغي وژنې انګيزه روښانه نه ده