امنیت

طالبانو د يوه پوليس په کور بريد وکړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
په هلمند ولايت کې د پوليسو د يوه سرتيري په کور د وسله والو طالبانو په بريدکې يو وسله وال يرغلګر ووژل شو.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دويم څارن شاه محمود آشنا دباختر آژانس خبريال ته وويل: د نادعلي ولسوالۍ په خوشحال کلي کې د پوليسو د يوه سرتيري په کور بريدکې چې د دغه سرتيري له مقاومت سره مخامخ شو؛ يرغلګر چې يو طالب و؛ ووژل شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې د يرغلګر يوه مخابره، يو کلاشينکوف او ټيلفون هم د پوليسو د دغه سرتيرى لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته