امنیت

طالبانو د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ اجراييه مدير وواژه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ اجراييه مدير پرون د طالبانو په ډزوکې ووژل شو.
د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د دغې ولسوالۍ اجراييه مدير سردار محمد په بره کي راجان کې د خپل کور په لور روان و چې طالبانو پرې بريد وکړ .
د دغې قضيې په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او پوليسو د قضيې د عاملينو د موندلو لپاره د پلټنې عمليات پيل کړي دي .
سردار محمد له پنځو کلونو راپه دې خوا د بره کي برک ولسوالۍ د اجراييه مدير په توګه دنده ترسره کوله .
دا په داسې حال کې ده چې د تيرې جمعې په شپه د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې آمريت د څارنې غړى هم د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په بېرحمانه ډول په ډبرو سره وژل شوى و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته