طالبانو د غور تولک ولسوالۍ ونيوله

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

سيمه یيز خبرځايونه وايي چې وسله والو طالبانو نن غرمه د غور تولک ولسوالۍ نيولې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غور سيمه یيز خبرحايونه وايي چې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته، ټول امنيتي ځواکونو د تولک ولسوالۍ له ودانۍ او د دغې ولسوالۍ له امنيې قوماندانۍ وتلي دي او دغه ولسوالۍ طالبانو ونيوله.

داسې غير رسمي خبرونه شته چې د غور پر تولک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريد کې۴٠ امنيتي ځواکونه شهیدان شوي او ١٠ نور یې طالبانو نيولي دي او لسګونه نور پوځيان ټپيان شوي دي.

له پرله پسې اړيکو سره سره مو ونه شو کړاى په دې اړه د غور د امنيتي مسوولينو نظر واخلو.

وسله والو طالبانو تاييد کړى دى چې د دوى افرادو د غور تولک ولسوالۍ نيولې ده.

دغه راز د دولتيار ولسوالۍ د سيمه یيزې اردو قوماندان محمد رحيم په ټليفوني اړيکه کې د باختر آژانس سيمه یيزخبريال ته وويل چې د دولتيار ولسوالۍ په شرشر سيمه کې د طالبانو په بريد کې د سيمه ييزې اردو دوه ځواکونه شهيدان او درې نور یې ټپيان شول.

هغه وويل چې په دغه بريد کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمير يې لا معلوم نه دى.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته