امنیت

طالبانو د انتقالي بريښنا يوه بله ستن هم ويجاړه کړه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
د بريښنا موسسې وياند وايي: وسله والو طالبانو په بغلان ولايت کې د انتقالي بريښنا يوه بله ستن هم ويجاړه کړه.
وحيدالله توحيدي په دې باب د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو کابل ته د ازبکستان د انتقالي بريښنا د ليږدونې يوه بله ستن هم دپلخمري ښار ته څېرمه د ډنډشهاب الدين په ساحه کې په ارې سره غوڅه کړې ده.
ده څرګنده کړه چې د بريښنا موسسې فني کارکوونکي له پنځو ورځو راپه دې خوا په پلخمري کې دي، خو هغوى ته د کارشرايط نه دي برابر شوي.
ده وويل: کله چې په ساحه کې امنيتي حالت ښه شي، ددغه رياست فني کارکوونکي ډير ژر د ويجاړو شويو ستنو په ترميمولو اقدام کوي او کابل ته د وارداتي بريښنا بهير تامينوي.
توحيدي وويل: اوس د ماهيپر د بريښنا د توليد له فابريکې څخه ٤٥ ميګاواټه بريښنا او ٧٥ ميګاواټه نوره بريښنا په زيات لګښت سره له حرارتي دستګاوو څخه دکابل ښاريانوته توليديږي.
ده له خلکو څخه وغوښتل چې په بې مورده توګه د بريښنا له لګښت څخه ډډه وکړي او د دغو ستنو تر ترميمولو پورې دې خلک يواځې د خپلو کورونو د روښانه کولو په خاطر له بريښنا څخه استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته