۱۰۰ ورځې

طالبانو د انتخاباتو دکميسيون درې تنه کارکوونکي په ننګرهارکې وتښتول

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
وسله والوطالبانو په ننګرهار ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون درې تنه کارکوونکي وتښتول .
دغه کارکوونکي پرون ناوخته د انتخاباتو دترسره کولو دبهير دچمتو کولو لپاره  د هسکې مينې ولسوالۍ ته تللي وو چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا  پرې بريد وشو او وتښتول شول .
د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباخترآژانس له خبريال ګلستان غالب سره په خبروکې د وسله والو طالبانو له خوا د انتخاباتو دکميسيون د درېو تنوکارکوونکو تښتول تاييد کړل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو او قومي مشرانو د هغوى د خلاصون لپاره هلې ځلې  پيل کړې دي.
تراوسه پورې د تښتول شويوکارکوونکو دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته