امنیت

طالبانو د افغان بيسيم آنتن ته اور واچاوه او يو ساتوونکى يې وواژه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
وسله والو طالبانو تېره شپه دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د افغان بيسيم دمخابراتي شرکت يوه آنتن ته اور واچاوه .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل : وسله والو طالبانو د دانګام ولسوالۍ د چوڼۍ په ساحه کې دافغان بيسيم دشرکت په آنتن بريد وکړ.
ده زياته کړه: په دې بريدکې ددغه شرکت آنتن په بشپړه توګه له منځه تللى او يو ساتوونکى يې وژل شوى دى .
د دڅرګندونو له مخې: امنيتي ځواکونو په سيمه کې څيړنې پيل کړې دي او په دې سيمه کې دافغان بيسيم د شبکې فعاليت ځنډول شوى دى .
ويل کيږي طالبان دمخابراتي شرکتونو په آنتنونو له دې امله بريد کوي چې په عملياتوکې دهمدغو شبکو له ټيلفونونو څخه استفاده کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته